د کورنۍ پلټني لوی رئیس لوگر او خوست ولایتونو ته سفر وکړ

admin_mof
Thu, Nov 24 2022 12:52 PM
خبر

د مالیېي لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ یو پلاوي د چارو د ارزوني په موخه د لوگر او خوست ولایتونو له مستوفیتونو، گمرکونو او اړوند کاري دفترونو څخه لیدنه وکړه.

د دغه سفر په لړ کي د خوست د گمرک رئیس او یادو ولایتونو مستوفيانو د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنگ په چارو کي د روڼتیا او اصلاح رامنځته کېدو په موخه د دوی هڅي وستایلې.

وروسته بیا د کورنۍ پلټني لوی رئيس، د پلټني پر ارزښت او څرنگوالي او د پلټني د سپارښتنو پر عملي کولو خبري وکړې او د شفافو عوایدو په راټولېدو یې ټینگار وکړ. هغه زیاته کړه، چي د پلټني د اصلاحي سپارښتنو په تطبیق سره اداره مثبت لور ته گام اخلي او د نه تطبیق په صورت کي اداره له گڼو ستونزو او ناخوالو سره مخ کیږي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي  ښاغلي خالد د یادو ولایتونو له ټولو اړوندو کارکوونکو سره ولیدل، د هغوی ستونزي او غوښتني یې واورېدې او د مالیې وزارت له لوري یې د حل ژمنه ورسره وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS