کابل په ګمرک کي د یو کلي موټرو د ثبت او محصول پروسه چټکه سوې

admin_mof
Thu, Dec 29 2022 11:28 AM
خبر

د مالیې، کورنیو چارو، ترانسپورټ وزارتونو او د استخباراتو ادارې تر منځ د یو کلي (بي اسنادو) موټرو د ثبت او محصول پروسې د چټکوالي په موخه هوکړه لیک لاسلیک سوی، چي له دې سره د کابل ګمرک په ګډون په ټولو ګمرکونو کي د پخوا په پرتله یاده پروسه چټکه سوې ده.
اوس مهال د کابل په ګمرکونو کي هر ورځ د ۱۰۰ بې اسنادو موټرو تخنیکي او ګمرکي طی مراحل تر سره کیږي، چي د نورو بې اسنادو موټرو له ثبت سره به دا ظرفیت نور هم لوړ سي.
د ګمرکونو لوی ریاست د بي اسنادو موټرو له هغو مالکینو څخه چي تر اوسه یې خپل موټر نه وي ثبت کړي، غوښتنه کوي چي له دې فرصت څخه ګټه واخلي او ژر تر ژره خپل موټر ثبت او قانوني سندونه ورته واخلي.
د یادوني وړ ده، چي په یاده پروسه کي د بې اسنادو موټرو د محصول لپاره د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پام وړ تخفیف په نظر کي نیول سوی او په پای ته رسېدو سره بیا د تمدید وړ نه ده.
د نورو معلوماتو لپاره کولای سئ د 221 شمېرې سره په اړیکه کي سئ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS