د امريکا کانګريس ته د سيګار له خوا د نوي وړاندي سوي راپور په اړه  د ماليې وزارت اعلاميه

admin_mof
Sun, Feb 05 2023 6:30 PM
خبر

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالتونو ځانګړي پلټونکي ادارې (سيګار) د امريکا کانګريس ته په خپل ربعوار راپور(۳۰/۱/۲۰۲۳) کي ادعا کړې، چي د اسلامي امارت په افغانستان کي له هغه انجوګانو او بنسټونو څخه، چي د بشردوستانه مرستو په برخه کي کار کوي د لايسنس فيس، مالياتو او اداري لګښتونو په نوم پيسې ترلاسه کوي، چي د دوی د عوايدو ستره برخه جوړوي.

د افغانستان اسلامي امارت د ماليې وزارت د سيګار دغه راپور د حقيقت څخه لېري بولي او په کلکه ئې ردوي.

د ماليې وزارت ټولو هغه انجوګانو او بنسټونو ته، چي د بشردوستانه مرستو په برخه کي فعاليت کوي، مالياتي معافيت ورکړی دئ، چي نه ماليه ورڅخه اخلي او نه هم کوم اداري مصارف ورڅخه وضع کېږي، همدارنګه  په ټولو ګمرکونو کي د همدې انجوګانو او بنسټونو د توکو پر واردولو، ټولي  ګمرکي تعارفې صفر دي او بېله کوم محصول څخه ددې بنسټونو توکي هيواد ته داخلېږي.

له بهرنيو انجوګانو او بنسټونو څخه يوازي د لايسنس فيس اخيستل کېږي، چي په ډېره لږه کچه پيسې دي او يو قانوني چوکاټ لري، چي له نورو هيوادونو سره په انډول کي دئ او د افغانستان پر ملي عوايدو باندي هيڅ کوم اثر نه لري.

د يادوني وړ ده، چي د ماليې وزارت په شمول د اسلامي امارت ټول ارګانونه هر هغه انجو او بنسټ ته، چي د بشردوستانه مرستو په برخه کي فعاليت کوي اداري، مالي او امنيتي سهولتونه ايجاد کړي او په دې برخه کي خپلو ټولو وعدو ته ژمن دي او د بشري مرستو په وېش او رسونه کي له دوی سره همکاره دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS