د مستوفیتونو د راپور ورکولو، حواله جاتو او دفتردارۍ مدیرانو ته انلاین روزنیز پروګرام ترسره سو

admin_mof
Mon, Mar 13 2023 5:02 PM
خبر

د هيواد د (۳۴) ولایتونو مستوفیتونو د راپور ورکولو، حواله جاتو او دفتردارۍ مدیرانو لپاره انلاین روزنیز پروګرام د خزاینو لوی رئیس، نصرت الله محمود او د دغه وزارت د یو شمېر کارکوونکو په ګډون د خزاینو لوی ریاست کنفرانس خونه کي ترسره سو.

په دغه روزنیز پروګرام کي، چي د بشري سرچینو ریاست له خوا د خزاینو لوی ریاست په همکارۍ په لاره اچول سوی و، د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود وویل: موږ په داسې یو وخت کي ژوند کوو چي ډېري فتنې شتون لري، اسلامي حکومت نوی پر پښو درېدلی او له ډېرو اقتصادي محدودیتونه سره مخ یو، له همدې امله زموږ مسؤلیتونه خورا زیاد دي او موږ باید خپلې دندي په پوره ژمنتیا او اخلاص ترسره کړو. هڅه وکړو چي د بې ځایه لګښتونو مخه ونیسو او په غوره مدیریت او شفافیت سره د هیواد عواید لوړ کړو او په اقتصادي وده او سوکالۍ کي ونډه واخلو. نوموړي، له ګډونوالو وغوښتل، چي له شته فرصتونو او اسانتیاوو ګټه پورته کړي او خپل ظرفیت او مسلکي پوهه زیاته کړي، ترڅو کارونه له خنډ او ځنډ پرته ترسره سي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي دغه انلاین روزنیز پروګرام به  (۳) ورځي (د کب میاشتې له ۱۳ څخه  تر ۱۵ نیټې پورې) دوام وکړي او ګډونوالو ته به د راپور ورکولو، حواله جاتو، دفتردارۍ او نورو اړوندو مهمو موضوعاتو پروسې تشریح او تدریس سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS