د افغانستان د مالیاتي نظام د ارزوني په موخه د هيواد د ولایتي مستوفیتونو سره انلاین ناسته وسوه

admin_mof
Wed, Apr 12 2023 4:27 PM
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبري د هيواد د مالیاتي نظام د ارزوني په موخه د ولایتي مستوفیتونو له مسولینو سره مجازي ناسته (ویډیويي کنفرانس) ترسره کړ.
د مالیاتي قوانینو، پالیسیو او د هغوی د استراتیژیو د اصلاحاتو (رِفورم) د ارزوني او بیاکتني لومړۍ ناسته چي پکښي د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس شیر محمد مشفق، د دغه ریاست عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسیو رئیس ندا محمد صدیقي، د ولایتي عوایدو د پراختیا او انسجام رئیس حافظ شاه حسین حسیني، د هيواد د ولایتي مستوفیتونو د مسولینو او د عوایدو لوی ریاست د آمرینو په ګډون کړی وو، ترسره سوه.
د عوایدو لوی ریاست په پام کي لري، چي د افغانستان د مالیاتو نظام ارزولو او بیاکتني لپاره د معلوماتو راټولولو په برخه کي یوه څېړنه او نظر پوښتنه پیل کړي.
له دې امله چي ډېری سوداګر، صنعتکاران او مالیه ورکوونکي چي د مالیاتو له شته نافذه قوانینو څخه په عمده توګه د خپلو مواردو په اړه راضي نه دي، نو له همدې امله د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست مشرتابه پرېکړه وکړه چي دا موضوع د هر اړخیزي ارزوني په ترسره کولو سره وڅېړي.
د دې لړۍ د څېړنیزو غونډو له جوړولو څخه موخه د هيواد د مالیاتو په سیستم کي د عوایدو د راټولولو د څرنګوالي ارزونه او له سره ورباندي غور کول دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS