د ګمرکونو لوی ریاست تر ټاکلي هدف زیات عواید راټول کړي

admin_mof
Sun, Apr 16 2023 9:38 AM
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست ته د (۱۴۰۱) مالي کال په لومړیو کي (۹۶) میلیارډه افغانۍ عوایدي هدف ورکړل سوی وو، چي د کال په منځنۍ برخه کي ورکړل سوی هدف د مالیې وزارت له لوري (۱۰۵.۴) میلیارډه افغانیو ته لوړ سو او د ګمرکونو لوی ریاست وکولای سول دغه هدف د همدې مالي کال د کب میاشتي په (۱۴مه) نېټه بشپړ کړي. 

په (۱۴۰۱) مالي کال کي د ګمرکونو ټول راټول سوي حقیقي عواید (۱۱۱.۵) میلیارډه افغانیو ته لوړ سول، چي له ټاکل سوي هدف څخه (۵.۸) سلنه یا (۶.۱) میلیارډه افغانۍ زیاتوالی ښيي او دا د افغانستان اسلامي امارت د (۱۴۰۱) مالي کال د ټولو عوایدو (۵۷.۷) سلنه جوړوي. تر دې وړاندي د هيواد ګمرکونو هیڅکله هم دومره عواید نه دي راټول کړي. 

د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۱) مالي کال په عوایدو کي (۹۴.۲۷) میلیارډه افغانۍ له وارداتو، (۱۵.۲۴) میلیارډه افغانۍ له صادراتو او (۲.۰۲) میلیارډه افغانۍ له بهرني ټرانزیټ څخه تر لاسه کړي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS