د مالیې وزارت د مرکزي ریاستونو کارکوونکو ته د انګليسي ژبي او کمپيوټر روزنيز کورسونه او همدا راز خدماتي کارکوونکو ته د سواد زده ‌کړي کورسونه پیل سول

admin_mof
Wed, May 17 2023 2:12 PM
خبر

د بشري سرچینو ریاست د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست په همکارۍ د مرکزي ریاستونو د کارکوونکو لپاره د انګلیسي ژبې او کمپیوټر رونیز کورس او د دغه وزارت خدماتي کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړي کورس د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په خیبرهال کي پیل کړ.
په دې مراسمو کي د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد، د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړوني آمر محمد انس مجاهد او د دغه وزارت یو شمېر کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی وو.
د بشري سرچینو ریاست د روزني او وړتیا لوړوني امر محمد انس مجاهد، د دغو کورسونو د پرانیستي په مراسمو کي وویل، چي د بېلابېلو لنډ مهاله مجازي روزنیزو پروګرامونو تر څنګ دا ځل د انګلیسي ژبي او سواد زده‌کړي اوږد مهاله روزنیز پروګرام هم په لاره واچول سو؛ ترڅو د مالیې وزارت کارکوونکي وکولای سي د کمپیوټر او انګلیسي ژبي په زده کولو سره خپل معلومات او ظرفیت لوړ کړي او خدماتي کارکوونکي (اجیران) د لیک لوست مهارتونه زده کړي.
نوموړي زیاته کړه، چي ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده او د دغه انګلیسي ژبي او کمپیوټر کورسونو تر څنګ، چي تاسي ته پیل سوی، باید د عادي کارونو سربېره په اکاډمیکو برخو کي هم خپل معلومات ډېر کړئ.

خبر

د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد په خپلو خبرو کې وویل، د بشري سرچینو ریاست د کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې یو غوره ګام اخیستی، د انګلیسي ژبي او کمپیوټر روزنه د بشري ځواک د ظرفیت لوړوني لپاره یو مهم او حیاتي کار دئ؛ ځکه چي د اوسني عصر علوم اکثره په انګلیسي ژبه دي، چي له دې پروګرام څخه په استفادې کارکوونکي کولای سي عصري علومو څخه ګټه پورته کړي او هیواد ته د خدمت جوګه وګرځي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS