د مالیې وزارت د مرکزي ریاستونو کارکوونکو ته د انګليسي ژبي او کمپيوټر روزنيز کورسونه او همدا راز خدماتي کارکوونکو ته د سواد زده کړي کورسونه پیل سول
د بشري سرچینو ریاست د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست په همکارۍ د مرکزي ریاستونو د کارکوونکو لپاره د انګلیسي ژبې او کمپیوټر رونیز کورس او د دغه وزارت خدماتي کارکوونکو لپاره د سواد زدهکړي کورس د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په خیبرهال کي پیل کړ.
په دې مراسمو کي د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد، د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړوني آمر محمد انس مجاهد او د دغه وزارت یو شمېر کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی وو.
د بشري سرچینو ریاست د روزني او وړتیا لوړوني امر محمد انس مجاهد، د دغو کورسونو د پرانیستي په مراسمو کي وویل، چي د بېلابېلو لنډ مهاله مجازي روزنیزو پروګرامونو تر څنګ دا ځل د انګلیسي ژبي او سواد زدهکړي اوږد مهاله روزنیز پروګرام هم په لاره واچول سو؛ ترڅو د مالیې وزارت کارکوونکي وکولای سي د کمپیوټر او انګلیسي ژبي په زده کولو سره خپل معلومات او ظرفیت لوړ کړي او خدماتي کارکوونکي (اجیران) د لیک لوست مهارتونه زده کړي.
نوموړي زیاته کړه، چي ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده او د دغه انګلیسي ژبي او کمپیوټر کورسونو تر څنګ، چي تاسي ته پیل سوی، باید د عادي کارونو سربېره په اکاډمیکو برخو کي هم خپل معلومات ډېر کړئ.
د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد په خپلو خبرو کې وویل، د بشري سرچینو ریاست د کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې یو غوره ګام اخیستی، د انګلیسي ژبي او کمپیوټر روزنه د بشري ځواک د ظرفیت لوړوني لپاره یو مهم او حیاتي کار دئ؛ ځکه چي د اوسني عصر علوم اکثره په انګلیسي ژبه دي، چي له دې پروګرام څخه په استفادې کارکوونکي کولای سي عصري علومو څخه ګټه پورته کړي او هیواد ته د خدمت جوګه وګرځي.
