د خوست ولایت د لیلې د رغونې پروژه د داوطلبی اعلان
Publish Date
Closing Date
د مالیې وزارت د ټولو داوطلبانو څخه چې په شرایطو برابر وي غوښتنه کوي تر څو د خوست ولایت د لیلې د رغونې پروژه کې ګډون وکړي او اړونده شرطپانه د تدارکاتو د مسلکی غړو د شعبې څخه په میموري یا فلش ډسک کې تر لاسه کړي، خپل افرونه د شرطپاڼې د مندرجاتو مطابق او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې په رڼا کې ترتیب او په سرپوښلي ډول یې د اعلان د خپریدو له نیټې څخه د ۲۶ اسد ۱۴۰۲ نیټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې په دویمه ناحیه، پښتونستان واټ کې د مالیې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي، انټرنټي او ناوخته رسیدلي افرونه د منلو وړ ندي.
د افر تضمین د بانکي تضمین په ډول ۳۲۵،۰۰۰ درې سوه پنځه ویشت زره افغانۍ دی او د افر پرانیستنې غونډه د ۲۶/اسد/۱۴۰۲ نیټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو آمریت کې په لاره اچول کیږي.