موټرونو مالکینو ته د مالیې وزارت خبرتیا
د مالیې وزارت له لوري په ټول هیواد کي د موټرونو مالکینو ته خبر ورکول کېږي، چي د کابینې د پرېکړې پر بنسټ د موټرونو د مالکینو د تېرو څو کلونو باقیداري، چي په ترتیب سره لاندي ذکر سوې ده معاف سوه. د موټرونو د باقیدارۍ د معافیت دوره د روان (1402هـ.ل) کال تر وروستیو پوري دوام لري. له همدې کبله د موټرونو له مالکینو څخه په درنښت هیله کېږي، چي د خپلو موټرونو باقیات دي ژر تر ژره په مرکز او ولایتونو کي اړوندو ادارو ته وسپاري او د مالیې وزارت له دغي غوره لوریني دي ګټه واخلي. د باقیاتو معافیت د کلونو په ترتیب: لومړی: د (1394) کال په شمول د تېرو کلونو باقیداري (100) سلنه معاف ده. دوهم: له (1395) څخه تر (1397) کال پوري باقیداري (90) سلنه معاف ده. دریم: له (1398) څخه تر (1401) کال پوري باقیداري (80) سلنه معاف ده. د یادوني وړ ده، چي د معافیت نېټه د بیا ځلي لپاره نه تمدیدېږي.