د عوایدو لوی ریاست اړوند د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست جوړه سوې کمېټه پر خپلو چارو برلاسې ده!
څه باندي دوه کاله وړاندي د کوچنیو مالیه ورکوونکو له لوري، مالیه ورکوونکو ته د عامه پوهاوي، د کارکوونکو ظرفیت لوړوني او د دوی د کارونو د څارني په موخه پنځه کسیزه کمېټه رامنځته سوه.
په دغي جوړي سوي پنځه کسیزه کمېټه کي د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت کارکوونکي، د کورنۍ پلټني ریاست استازي او د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست د دریو زونونو آمرین ګډون لري، چي د اړتیا په صورت کي پورته ذکر سوو مسایلو ته رسېدنه کوي او د مالیه ورکوونکو ستونزي حلوي.
د یادوني وړ ده، چي تر دې مهاله یادي کمېټې په ساحه کي په مستقیمه توګه د لس ګونو مالیه ورکوونکو ستونزو ته رسېدنه کړې ده.