د هیواد له ګمرکونو څخه په ورځني ډول زرګونه، صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي محمولې تګ راتګ کوي!

admin_mof
Wed, Feb 28 2024 4:12 PM
................

 

د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ټولو ګمرکونو کي سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوي رامنځته سوي دي. په ګمرکونو کي کاري موده له (۱۶) څخه تر (۲۴) ساعتونو پوري زیاته سوې، عصري برېښنایي سیسټمونه فعاله سوي، د بهرني ټرانزیټ زماني معیاد له (۵) ورځو څخه (۱۰) ورځو ته غځول سوی او د سوداګریزو توکو په طی مراحلو کي روڼتیا او لازمه چټکتیا رامنځته سوې، چي ورسره د صادراتو، بهرني ټرانزیټ او وارداتو په کچه کي هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دئ.
پر همدې بنسټ، د هیواد له ټولو ګمرکونو څخه په اوسط ډول د ورځي نږدې (۲۴۰۰) صادراتي، وارداتي او ټرانزیټي محمولي تګ راتګ کوي، چي له دې شمېر څخه په ورځني ډول، نږدې (۱۸۸۰) وارداتي، څه کم (۴۳۰) صادراتي او نږدې (۱۰۰) بهرنۍ ټرانزیټي محمولې تګ راتګ کوي، چي ټولیز وزن ئې څه باندې (۶۰) زره ټنو ته رسېږي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت له لوري د ګمرکونو د عصري کولو په لړ کي به ډېر ژر د هیواد په (۱۶) ګمرکونو کي (۲۴) لویي پایې برېښنایي سکنرونه هم نصب سي، چي ورسره به د سوداګریزو توکو په طي مراحلو کي لا ډېره روڼتیا، چټکتیا او ښه والی رامنځته سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS