مالیې وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د سوداګریز مارکېټ د جوړولو تړون لاسلیک کړ!

syllab_admin
Sun, Mar 24 2024 3:35 PM
................

د مالیې وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ د کابل ښار په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کي د یوې ستري او معیاري سوداګریزي ودانۍ د جوړولو تړون لاسلیک سو، چي په دوه جریبه ځمکه کي به جوړه سي.

په همدې تړاو جوړه سوې ناسته کي د نظام یو شمېر لوړ پوړو مسؤلینو حضور درلود. په دې سوداګریز مارکېټ کي به د کمال ظفر خصوصي شرکت له لوري د (۴،۵) میلیونه ډالرو پانګوني سره، په (۱۲) پوړونو کي (۳۰۰) سوداګریز دوکانونه ورغول سي، چي ورسره به سلګونو کسانو ته په مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره سي.

دغه سوداګزیز مرکز به د درو کلونو په موده کي ورغول سي، چي له درکه به ئې په کال کي (۳۸) میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته ور اضافه کېږي.

د یادوني وړ ده، چي په دغه غونډه کي د یو شمېر نورو دولتي ادارو او خصوصي کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ، د شاوخوا (۴) میلیارډه افغانیو په ارزښت د برېښنا د تولید او په رغنیزو برخو کي د مهمو پروژو قراردادونه هم لاسلیک سول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS