د عوایدو لوی ریاست نوی عملیاتي مرستیال معرفی سو!

syllab_admin
Sat, May 18 2024 4:18 PM
............


د مالیې وزارت رهبرۍ د لزوم دید او په چارو کي د نویو پرمختګونو په موخه د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا عبدالقاهر (حاجی ادریس) له لوري حافظ محمد ابراهیم د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په توګه د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل سو.
د پېژندني په دغو مراسمو کي د عوایدو لوی ریاست رئیس حافظ شاه حسین حسیني، د ګمرکونو لوی رئیس مولوي عبدالمتین سعید او د دغه ریاست رئيسانو او کار کوونکو هم حضور درلود. ښاغلی حافظ محمد ابراهیم تر دې وړاندي د ګمرکونو لوی ریاست کي د ګمرکونو د قانون پلي کولو او اطاعت پذیرۍ ریاست چاري مخته وړلې.
ښاغلي حاجي ادریس د پېژند غونډي پر مهال وویل، چي دغه نظام د مال او پیسو په سرمایه ګذارۍ نه دئ راغلی؛ بلکي دغه نظام د وینو په سرمایه ګذارۍ راغلی دئ؛ نو موږ او تاسو ته پکار ده، چي له پوره احتیاط څخه کار واخلو تر څو په ورځ د آخرت خپلو شهیدانو ته ملامت ونه اوسو. نوموړي همدارنګه د عوایدو لوی ریاست له ټولو رئیسانو وغوښتل، چي له نوي عملیاتي مرستیال سره په کارونو کي پوره همکاري وکړي او د مراجعینو کارونه باید پر خپل وخت خلاص او ښه چلند ورسره وسي.
د یادوني وړه ده، چي د عوایدو لوی ریاست مخکنی عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد د ننګرهار ولایت د نوي مستوفي په توګه معرفي سو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS