د کندهار په ولایت کي بېلابېل قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
Sat, Jul 06 2024 3:49 PM
..........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو د کندهار په ولایت کي، په یو بار وړونکي موټر کي یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته را وارد کړي.
په نیول سوو توکو کي (۵۰۰۰) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړي، (۴۵۹۰) کیلو ګرامه ذایقه لرونکي پوړۍ، (۲۰۰) کیلو ګرامه قیماق (ملایي)، (۱۱) کارټنه د حشرو د وژني سپرې، (۲۳۹۲) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۸۰۰) کیلو ګرامه د نصوارو پلاستیکي کڅوړي، (۹۶۰) کیلو ګرامه چاکلېټ او (۲۴۰) کیلو ګرامه پاکټي شیدې شاملي دي.
یاد نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو په موخه د کندهار ولایت ګمرک ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي  د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS