د کندهار په ولایت کي بېلابېل قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۵:۴۹
..........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو د کندهار په ولایت کي، په یو بار وړونکي موټر کي یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته را وارد کړي.
په نیول سوو توکو کي (۵۰۰۰) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړي، (۴۵۹۰) کیلو ګرامه ذایقه لرونکي پوړۍ، (۲۰۰) کیلو ګرامه قیماق (ملایي)، (۱۱) کارټنه د حشرو د وژني سپرې، (۲۳۹۲) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۸۰۰) کیلو ګرامه د نصوارو پلاستیکي کڅوړي، (۹۶۰) کیلو ګرامه چاکلېټ او (۲۴۰) کیلو ګرامه پاکټي شیدې شاملي دي.
یاد نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو په موخه د کندهار ولایت ګمرک ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي  د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۵:۳۴
Background image

د بانکونو د اتحادیې له مسؤلینو سره د مالیاتي مسایلو په اړه ناسته وسوه!



د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ، د بانکونو د اتحادیې له مسؤلینو سره د مالیاتي مسایلو په اړه ناسته وسوه
په دغه ناسته کي د بانکونو اتحادیې له مسؤلینو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۲:۲۶
Background image

د ولایتي مستوفیتونو د مالیه ورکوونکو د خدمتونو او مالیاتي حوزو (۸۰) تنه کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو!

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د مالیه ورکوونکو د خدمتونو (۳۵) تنو او د مالیاتي حوزو (۴۵) تنو کارکوونکو ته د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو، مالیاتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۱:۲۵
Background image

هیواد ته را قاچاق کېدونکې (۴۸۵) ټنه مالګه نیول سوې!


د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي له مخي، افغانستان ته د پخې او خامي مالګي واردول په مطلق ډول بند دي.
پر همدې بنسټ، د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال په تېرو شپږو میاشتو کي د. . .

BACK TO NEWS