تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
Tue, Oct 01 2024 10:04 AM
.........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، نیمروز، فراه، ننګرهار او کندهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۰۲۴۰) کیلو ګرامه مالګه، (۲۲) ټنه د موټرونو رنګ، (۸۰۰۰) کیلو ګرامه تشي بوجۍ، (۸۵۰۰) کیلو ګرامه نخي تار، (۲۱۲۸) کیلو ګرامه نباتي غوړي، (۴۸۱۴) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۴۰۴۰) کیلو ګرامه انساني درمل، (۲۱۵۹) کیلو ګرامه رُب، (‍۱۲۰۰) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۱۸۱۵) کیلو ګرامه شامپو، (۸۵۰) کیلو ګرامه ککاو، (۲۰۰) کیلو ګرامه بیسکیټ، (۱۰۸) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۲۰۰) کیلو ګرامه د قیلون مواد، (۱۴۰۰) کیلو ګرامه لواشک، (۲۲۰) کیلو ګرامه د لوښو وینځلو ماېع او (۱۳) کیلو ګرامه پروټین شامل دي.
یاد نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ور کوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS