د بار وړونکو ټرانزیټي موټرونونو له پاره د ځیرکو قلفونو (GPS Locker) د نصبولو هوکړه ‌لیک لاسلیک سو!

syllab_admin
Thu, Oct 10 2024 11:39 AM
..........

د باروړونکو ټرانزیټي موټرونو له پاره د ځیرکو قلفونو (GPS Locker) د نصبولو هوکړه ‌لیک د مالیې وزارت، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کي د یو لړ مراسمو په ترڅ کي لاسلیک سو.
په دې مراسمو کي د مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري معین حافظ صدیق الله عابد، د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث انورالحق انور، د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې رئیس ملا عبدالقاهر (حاجي ادريس)، د ګمرکونو لوی رئیس او د ګمرکونو او عوایدو معینیت کفیل مفتي عبدالمتين سعيد، د افغان پوسټ امارتي شرکت لوی رئیس مولوي رحمت الله مکي، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د تدارکاتو رئیس مفتي حبیب الرحمن طلحه او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت اداري معین په خپلو خبرو کي وویل، چي د مالیې وزارت د برېښنايي حکومتولۍ د اصل پلي کولو موخه په بېلابېلو برخو کي له ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل دي، چي ښکاره بېلګه ئې د باروړونکو ټرانزیټي موټرونو له پاره د ځیرکو قلفونو د نصبولو هوکړه ‌لیک او د هغه عملي کار پيلول ګڼلای سو.
هغه زياته کړه، چي د دغي دستګاه په نصبولو سره به د ټرانزیټ په برخه کي غوره پرمختګ او ګڼي اسانتیاوي رامنځته سي، په بهرني ټرانزیټ کي د باور کچه لوړېږي، د سوداګریزو توکو خوندیتوب تضمینېږي، په اړوندو چارو کي بشپړ شفافیت او سرعت رامنځته او کاري وخت په منظم ډول کنټرولېږي.
د امارتي شرکتونو لوی رئیس وویل، چي د دغه سیسټم په پیل او پلي کولو سره به سوداګرو ته غوره اسانتیاوي برابري سي. د دغو قلفونو نصبول له سوداګرو سره د توکو په خوندیتوب، د توکو له دقیق موقعیت څخه د خبرېدو، د توکو له غلا څخه د مخنیوي او د توکو د منحرف کېدو په صورت کي د نقلیه وسایطو د مسیر معلومولو په برخو کي مرسته کوي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تدارکاتو رئیس وویل، چي په بار وړونکو ټرانزیټي موټرونو کي د ځیرکو قلفونو (GPS Locker)  په نصبولو سره د توکو د خوندیتوب کچه لوړه او د سر او مال د ساتني په موخه د دوی د نقلیه وسایطو سرعت هم کنټرول سي.
د ګمرکونو لوی رئيس او د ګمرکونو او عوايدو معینیت کفیل وویل، د (جي پي اېس لاکر) په نصبولو سره د کڼترول سیسټم اتوماتیک کېږي. د دغي پروسې په پیل او پلي کولو سره به مشرتابه ته وړاندیز وسي، چي د تضمین په برخه کي د سوداګرو له پاره ډېري اسانتیاوي رامنځته کړي.
د يادوني وړ ده، چي په دې مراسمو کي د کوډ پراختیا او پوسټي ادرس ملي پروګرام هم پرانیستل سو

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS