د بار وړونکو ټرانزیټي موټرونونو له پاره د ځیرکو قلفونو (GPS Locker) د نصبولو هوکړه لیک لاسلیک سو!
د باروړونکو ټرانزیټي موټرونو له پاره د ځیرکو قلفونو (GPS Locker) د نصبولو هوکړه لیک د مالیې وزارت، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کي د یو لړ مراسمو په ترڅ کي لاسلیک سو.
په دې مراسمو کي د مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري معین حافظ صدیق الله عابد، د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث انورالحق انور، د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې رئیس ملا عبدالقاهر (حاجي ادريس)، د ګمرکونو لوی رئیس او د ګمرکونو او عوایدو معینیت کفیل مفتي عبدالمتين سعيد، د افغان پوسټ امارتي شرکت لوی رئیس مولوي رحمت الله مکي، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د تدارکاتو رئیس مفتي حبیب الرحمن طلحه او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت اداري معین په خپلو خبرو کي وویل، چي د مالیې وزارت د برېښنايي حکومتولۍ د اصل پلي کولو موخه په بېلابېلو برخو کي له ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل دي، چي ښکاره بېلګه ئې د باروړونکو ټرانزیټي موټرونو له پاره د ځیرکو قلفونو د نصبولو هوکړه لیک او د هغه عملي کار پيلول ګڼلای سو.
هغه زياته کړه، چي د دغي دستګاه په نصبولو سره به د ټرانزیټ په برخه کي غوره پرمختګ او ګڼي اسانتیاوي رامنځته سي، په بهرني ټرانزیټ کي د باور کچه لوړېږي، د سوداګریزو توکو خوندیتوب تضمینېږي، په اړوندو چارو کي بشپړ شفافیت او سرعت رامنځته او کاري وخت په منظم ډول کنټرولېږي.
د امارتي شرکتونو لوی رئیس وویل، چي د دغه سیسټم په پیل او پلي کولو سره به سوداګرو ته غوره اسانتیاوي برابري سي. د دغو قلفونو نصبول له سوداګرو سره د توکو په خوندیتوب، د توکو له دقیق موقعیت څخه د خبرېدو، د توکو له غلا څخه د مخنیوي او د توکو د منحرف کېدو په صورت کي د نقلیه وسایطو د مسیر معلومولو په برخو کي مرسته کوي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تدارکاتو رئیس وویل، چي په بار وړونکو ټرانزیټي موټرونو کي د ځیرکو قلفونو (GPS Locker) په نصبولو سره د توکو د خوندیتوب کچه لوړه او د سر او مال د ساتني په موخه د دوی د نقلیه وسایطو سرعت هم کنټرول سي.
د ګمرکونو لوی رئيس او د ګمرکونو او عوايدو معینیت کفیل وویل، د (جي پي اېس لاکر) په نصبولو سره د کڼترول سیسټم اتوماتیک کېږي. د دغي پروسې په پیل او پلي کولو سره به مشرتابه ته وړاندیز وسي، چي د تضمین په برخه کي د سوداګرو له پاره ډېري اسانتیاوي رامنځته کړي.
د يادوني وړ ده، چي په دې مراسمو کي د کوډ پراختیا او پوسټي ادرس ملي پروګرام هم پرانیستل سو