د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي د کابل ګمرک او د مالیه ورکوونکو د خدمتونو له ریاست څخه لیدنه وکړه!

syllab_admin
Wed, Oct 30 2024 11:52 AM
..........


د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد او ورسره مل پلاوي د چارو د ارزوني په موخه د کابل ګمرک ریاست او مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو ریاست له چارو څخه لیدنه وکړه.
د پلټني لوی رئیس د دغو ریاستونو د لیدني پر مهال کارکوونکو ته د پلټني د اهمیت او ارزښت په تړاو خبري وکړې او ذکر سويو ادارو ته د مخکنیو ورکړل سويو اصلاحي سپارښتنو د پلټنو د تطبیق څرنګوالی ئې هم تعقیب کړ.
ښاغلي خالد، د دغو ریاستونو له مسئولینو او کارکوونکو سره په یو شمېر رغنده موضوعاتو بحث وکړ او هر شعبه ئې جلاجلا ولیده، د دوی د کړنو او اجراآتو ارزونه ئې وکړه، غوښتني او ستونزي ئې واورېدې.
د یادو ادارو مسئولینو د ورکړلو سويو سپارښتنو د ښه عملي کولو ډاډ ورکړ او هیله ئې څرګنده کړه، چي له دغه ریاست سره به خپلي بشپړي همکارۍ ته د تل په څېر دوام ورکوي. ښاغلي خالد هم دوی ته د قانوني شرایطو په رڼا کي د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS