د ولایتي مستوفیتونو او ګمرکونو ۸۲ تنو کارکوونکو ته جوړ سوي روزنیز پروګرامونه پای ته ورسېدل!

org_admin
Thu, Nov 28 2024 1:53 PM
...........

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د کلني تدریسي پلان سره سم، د ولایتي مستوفیتونو د برسي برخي (۴۷) تنو او د  ولایتي ګمرکونو (۳۵) تنو کارکوونکو ته د تعرفې بیي ټاکني او لابراتور د «مسلکي کولو» تر سرلیک لاندي جوړ سوي ښوونیز پروګرامونه د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پاي ته ورسېدل.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد ذاکر، د ګمرکونو لوی ریاست اړوند د ګمرکي د بیي ټاکني رئیس ښاغلی صبغت الله شهیدزاده، د ګمرکونو لوی ریاست اړوند د تعرفې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد او یو شمېر آمرینو ګډون کړی وو.
مسؤلینو په خپلو ویناوو کي  ټینګار وکړ، چي کارکوونکي باید په کاري چارو کي د منل سویو تګلارو، اصولو او قواعدو پر اساس په عادلانه او مسلکي ډول خپلي دندې ترسره کړي او له دغه ډول ښوونیزو پرګرامونو څخه د ترلاسه سوي پوهي او معلوماتو څخه په خپلو اړوند چارو کي اعظمي ګټه پورته کړي.
د یادوني وړ ده، چي د دغه (۲۳) ورځني روزنیزو پروګرامونو په لړ کي ګډونوالو ته پر عایداتو د مالیاتو قانون، د عوایدو د طرزالعملونو، اظهارلیکونو د تشرېح، مالیاتي محاسبې، بررسۍ، سیګټاس سیسټم، تعرفې، بیي ټاکني، لابراتور، ګمرکي قوانینو او اسیکوډا سیسټم په اړه روزنه ورکړل سوه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS