د پیسو د ارزښت ساتل او پیاوړتیا

اسلامي امارت په افغانستان کي د پیسو د ارزښت ساتلو له پاره یو لړ اقدامات ترسره کړي دي، که څه هم دا هڅي په ځانګړو شرایطو کي ترسره کېږي. د دې اقداماتو ځیني مهمي برخي په لاندي توګه دي:
اسلامي امارت هڅه کړې، چي د بهرنیو اسعارو په ځانګړي توګه د ډالرو پراخ کارول محدود کړي. دوی په ځینو ځایونو کي یوازي د افغانیو په کارولو ټینګار کوي، ترڅو د افغانیو پر ارزښت کنټرول ولري. اسلامي امارت هڅه کوي، چي د بانکونو فعالیتونه کنټرول کړي او مالي سکټور ته یو ډول ثبات راوړي، که څه هم نړیوال بندیزونه او د بهرنیو مالي سرچینو نشتون ستونزي راپېښوي.
اقتصادي ثبات رامنځته کول: اقتصادي ثبات د پیسو د ارزښت ساتلو بنسټیز عامل دئ. د مالي او اقتصادي پالیسيو ثبات: لکه؛ د حکومت بودیجه او مالیه راټولونه، د پانګوني د چاپېریال ښه کول او د صادراتو پیاوړي کول د افغانیو د ارزښت په ساتلو کي د دوامداره پرمختګ سبب ګرځي.
کله، چي یو هیواد خپل صادرات زیات کړي، په نړیوالو بازارونو کي د داخلي پیسو تقاضا هم ورسره لوړېږي. دا حالت د پیسو ارزښت لوړوي. کله، چي نړیوال بازارونه افغانیو ته اړتیا ولري، چي داخلي تولیدات پرې واخلي بیا واردات د هیواد د اسعارو ذخیرې ته زیان رسوي؛ ځکه چي بهرني توکي د داخلی پیسو تولیداتو د تقویې له پاره ګامونه اخیستل د پیسو په ارزښت ساتلو کي مرسته کوي.
تورم (inflationمخنیوی) :
مرکزي بانک باید د پیسو په چاپولو کي له احتیاط څخه کار واخلي او په ښه توګه ئې مدیریت کړي او همداشان د پیسو اضافي خپرول هم محدود کړي، چي د تورم د مخنیوي سبب وګرځي. د بهرنیو اسعارو ذخیره کول د ملي پیسو د ارزښت ساتلو له پاره مهم دي ځکه، چي دا د بهرنیو اقتصادي فشارونو په وړاندي مقاومت زیاتوي.
د حکومتونو لخوا د رونټیا او اعتبار ساتل د پیسو په ارزښت باور زیاتوي او د انفلاسیون او پانیکو(وېري) مخه نیسي د بهرنیو پانګونو جلبول د اقتصادي ودي او اسعارو په تقاضا کي مرسته کوي، چي له دې سره د ملي پیسو ارزښت او ثبات تر لاسه کېږي. همداشان په تولید او خدمتونو وړاندي کولو کي هیواد کولای سي اقتصادي پرمختګ رامنځته کړي او د پیسو ارزښت لوړ کړي. د اقتصادي تولید زیاتوالی د مختلفو عواملو او سیاستونو د همغږۍ رامنځته کولو سبب ګرځي.
لاندي مهم ګامونه د اقتصادي تولید د زیاتوالي له پاره ګټور دي:
د بشري پانګي لوړول: ښووني او مهارتونو ته وده ورکول د تولید د زیاتوالي له پاره اساسي سببونه دي. کله، چي خلک ښې زده کړي او مسلکي مهارتونه ولري، دوی کولای سي په کار کي ښه فعالیت وکړي او د تولید کچه لوړه کړي.
یو ښه مالیاتي سیسټم د اقتصادي تولید هڅوونکی وي. روان اسلامي نظام باید داسي مالیاتي پالیسۍ رامنځته کړي، چي سوداګرۍ او تولید وهڅوي،  چي د مالیاتو راټولو پروسه د ډیجیټلي وسایلو او ټکنالوژۍ په مرسته نوره هم اغېزمنه کړي، د انلاین مالیاتو ورکولو سیسټمونه د اسانتیاوو ترڅنګ د مالیه ورکوونکو شفافیت هم زیاتوي، چي دا کار د عوایدو زیاتول او د فساد په مخنیوي کي مرسته کوي. د مالیاتو سیسټم باید عادلانه وي او د ټولنیزو طبقو ترمنځ متوازن بار را منځته کړي. د لوړو عوایدو لرونکو خلکو او شرکتونو څخه لوړه مالیه اخیستل او د ټیټوعوایدو لرونکو خلکو څخه کمه مالیه، د عدالت په ټینګښت کي مرسته کوي، چي بالاخره د پورتنیو  کړنو په اساس کولای سو د پیسو ارزښت ثابت وساتو