د پیسو د ارزښت ساتل او پیاوړتیا
اسلامي امارت په افغانستان کي د پیسو د ارزښت ساتلو له پاره یو لړ اقدامات ترسره کړي دي، که څه هم دا هڅي په ځانګړو شرایطو کي ترسره کېږي. د دې اقداماتو ځیني مهمي برخي په لاندي توګه دي:
اسلامي امارت هڅه کړې، چي د بهرنیو اسعارو په ځانګړي توګه د ډالرو پراخ کارول محدود کړي. دوی په ځینو ځایونو کي یوازي د افغانیو په کارولو ټینګار کوي، ترڅو د افغانیو پر ارزښت کنټرول ولري. اسلامي امارت هڅه کوي، چي د بانکونو فعالیتونه کنټرول کړي او مالي سکټور ته یو ډول ثبات راوړي، که څه هم نړیوال بندیزونه او د بهرنیو مالي سرچینو نشتون ستونزي راپېښوي.
اقتصادي ثبات رامنځته کول: اقتصادي ثبات د پیسو د ارزښت ساتلو بنسټیز عامل دئ. د مالي او اقتصادي پالیسيو ثبات: لکه؛ د حکومت بودیجه او مالیه راټولونه، د پانګوني د چاپېریال ښه کول او د صادراتو پیاوړي کول د افغانیو د ارزښت په ساتلو کي د دوامداره پرمختګ سبب ګرځي.
کله، چي یو هیواد خپل صادرات زیات کړي، په نړیوالو بازارونو کي د داخلي پیسو تقاضا هم ورسره لوړېږي. دا حالت د پیسو ارزښت لوړوي. کله، چي نړیوال بازارونه افغانیو ته اړتیا ولري، چي داخلي تولیدات پرې واخلي بیا واردات د هیواد د اسعارو ذخیرې ته زیان رسوي؛ ځکه چي بهرني توکي د داخلی پیسو تولیداتو د تقویې له پاره ګامونه اخیستل د پیسو په ارزښت ساتلو کي مرسته کوي.
تورم (inflationمخنیوی) :
مرکزي بانک باید د پیسو په چاپولو کي له احتیاط څخه کار واخلي او په ښه توګه ئې مدیریت کړي او همداشان د پیسو اضافي خپرول هم محدود کړي، چي د تورم د مخنیوي سبب وګرځي. د بهرنیو اسعارو ذخیره کول د ملي پیسو د ارزښت ساتلو له پاره مهم دي ځکه، چي دا د بهرنیو اقتصادي فشارونو په وړاندي مقاومت زیاتوي.
د حکومتونو لخوا د رونټیا او اعتبار ساتل د پیسو په ارزښت باور زیاتوي او د انفلاسیون او پانیکو(وېري) مخه نیسي د بهرنیو پانګونو جلبول د اقتصادي ودي او اسعارو په تقاضا کي مرسته کوي، چي له دې سره د ملي پیسو ارزښت او ثبات تر لاسه کېږي. همداشان په تولید او خدمتونو وړاندي کولو کي هیواد کولای سي اقتصادي پرمختګ رامنځته کړي او د پیسو ارزښت لوړ کړي. د اقتصادي تولید زیاتوالی د مختلفو عواملو او سیاستونو د همغږۍ رامنځته کولو سبب ګرځي.
لاندي مهم ګامونه د اقتصادي تولید د زیاتوالي له پاره ګټور دي:
د بشري پانګي لوړول: ښووني او مهارتونو ته وده ورکول د تولید د زیاتوالي له پاره اساسي سببونه دي. کله، چي خلک ښې زده کړي او مسلکي مهارتونه ولري، دوی کولای سي په کار کي ښه فعالیت وکړي او د تولید کچه لوړه کړي.
یو ښه مالیاتي سیسټم د اقتصادي تولید هڅوونکی وي. روان اسلامي نظام باید داسي مالیاتي پالیسۍ رامنځته کړي، چي سوداګرۍ او تولید وهڅوي، چي د مالیاتو راټولو پروسه د ډیجیټلي وسایلو او ټکنالوژۍ په مرسته نوره هم اغېزمنه کړي، د انلاین مالیاتو ورکولو سیسټمونه د اسانتیاوو ترڅنګ د مالیه ورکوونکو شفافیت هم زیاتوي، چي دا کار د عوایدو زیاتول او د فساد په مخنیوي کي مرسته کوي. د مالیاتو سیسټم باید عادلانه وي او د ټولنیزو طبقو ترمنځ متوازن بار را منځته کړي. د لوړو عوایدو لرونکو خلکو او شرکتونو څخه لوړه مالیه اخیستل او د ټیټوعوایدو لرونکو خلکو څخه کمه مالیه، د عدالت په ټینګښت کي مرسته کوي، چي بالاخره د پورتنیو کړنو په اساس کولای سو د پیسو ارزښت ثابت وساتو
اعلامیه هاهمه اعلامیه ها
اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی
بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .
اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست
شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق