د تدارکاتي پروسې روزنیزو پروګرام ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې!

syllab_admin
Sat, Dec 14 2024 11:13 AM
..............

 

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د مستوفیتونو او ګمرکونو د تدارکاتي برخي (۵۰) تنو هغو مدیرانو ته تصدیق پاڼي ورکړې، چي د تدارکاتي پروسې په (۱۰)ورځني پروګرام کې ئې برخه اخیستې وه.

په هغه ناسته کي، چي په همدې تړاو د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمر مفتي نیاز محمد منصور، د ولایتي عوایدو د انسجام او پراختیا آمر مولوي دوست محمد ثاقب، د دعوت او ارشاد ریاست مدرس شیخ محمد مبین امیني او د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي ګډون کړی وو.

د استخدام آمر د دغه پروګرام په پای وینا کي وویل، چي د نظام د چارو د پرمخ وړلو له پاره مسلکي کسانو او وسایلو ته اړتیا ده. د دې پروګرام موخه هم د اړوندو چارو غوره ترسره کول دي. هغه موضوعات، چي په دې پروګرامونو کي تدریس کېږي، د فساد په مخنیوي، کم کارۍ او د روڼتیا رامنځته کولو برخه کي مرسته کوي او د دغه اسلامي نظام د پیاوړتیا لامل ګرځي. تاسي مکلف یاست، چي زده کړي مسایل عملي او تر نورو ئې ورسوئ.

د دعوت او ارشاد رياست مدرس د خپلو خبرو په ترڅ کي وويل، چي دعوت او ارشاد په هره دولتي اداره کي شتون لري او د هغوی دنده د اسلامي احکامو پلي کول دي. تاسي هم د عدالت د تامين او د ظلم د مخنيوي لپاره پر نېکیو د امر او له منکراتو د ځان ساتني مسئولیت په غاړه لرئ، نوموړي همدا راز د غونډي له ګډونوالو وغوښتل، چي ورسپارل سوي دندې په اخلاص او ایماندارۍ پرمخ یوسي او له خلکو سره غوره چلند وکړي.

د یادوني وړ ده، چي په دې پروګرام کي ګډونوالو ته د مجربو ټرینرانو له لوري د تدارکاتو قانون، طرزالعمل او پروسه تدریس سوه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS