د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه سوه

syllab_admin
Tue, Dec 17 2024 3:35 PM
...........

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوه.
په دې ناسته کي، چي د اړوندو ریاستونو مسئولینو ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د چارو د لا ښه والي په موخه د ګمرکونو او عوایدو معینیت د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په لا زیاتېدو ټینګار وکړ. نوموړي د یادو ریاستونو مسئولینو ته په مربوطه کاري برخو کي لازمي سپارښتني هم وکړې.
همدارنګه په دې ناسته کي د ولایتي او مرکزي ادارو تر منځ د همغږۍ په زیاتوالي، د هغو منفي تېلو پر برخلیک، چي اوسمهال د هیواد په یو شمېر ګمرکونو کي ولاړ دي، د شرکتونو د باقیاتو د تصفیې په موخه د ګمرکونو او مستوفیتونو تر منځ پر همغږۍ او همکارۍ او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیزي خبري وسوې او په اړه ئې لازمي پرېکړي ونیول سوې.
د دې تر څنګ په دې ناسته کي د نورم او سټنډرډ ملي ادارې د لابراتوار کړنلاري د فیسونو او د کنټرول او کیفیت ریاست د عوایدو په اړه د ټاکل سویو کمېټو راپورونه هم واورېدل سول.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د همغږۍ ورته ناستي به په راتلوونکي کي هم دوام ولري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS