د مالیې وزارت سرپرست د سعودي عربستان او کویټ پراختیایی صندوق له چارواکو سره د پانګې جلبولو پلان شریک کړ

Anonymous (not verified)
Mon, Apr 08 2019 3:40 PM
جلسه مشترک

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د روانې اوونۍ په پیل کې مراکش هیواد کې د اسلامي پراختیا بانک ۴۴ مې کلنۍ   ناستو په څنډه کې د سعودي عربستان او کویټ پراختیایی صندوق له مسؤلینو سره په جلا جلا ناستو کې د حکومت د پانګې جلبولو پلان شریک کړ.

په دې ناستو کې د افغانستان د اقتصادي او مالي ځان بسیاینې په ستراتېژۍ، چې د جینوا په نړیوال کنفرانس کې له نړیوالو همکارانو سره شریکه شوې وه، کرنې او اوبو لګونې، انرژۍ او برېښنا، کانونو، استوګنځایونو په برخو کې د پانګونې پلان په اساس د دې صندوق د پانګې او مرستو په جلبولو او یو شمېر نورو اړوندو مسائلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

جلسه مشترک

د مالیې وزارت سرپرست په دې ناستو کې ګډونوالو ته د یادو برخو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان حکومت یادو استراتیژیکو موخو ته د رسیدو لپاره د پانګونې جلبولو ټولیز پلان چمتوکړې ده.

د سعودي عربستان او کویټ پراختیایی صندوق مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د افغانستان حکومت د پانګې جلبولو پلان به په غور سره وګوري او د دې پلان سره سم یې په سترو پروژو کې د پانګونې ډاډ ورکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS