د مرکزي املاکو رئيس او ورسره مل پلاوي د بګرامیو نساجي له فابريكې څخه ليدنه وکړه!

org_admin
Sat, Jan 25 2025 11:22 AM
..........

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست د مرکزي املاکو د څارني او ساتني رٸيس انجنیر عبداللطيف خالد او ورسره مل پلاوي د بګرامیو نساجي فابریکې اړوند صنعتي شرکتونو او د املاکو لوی رياست له لوري په قرارداد ورکړل سويو صنعتي فابریکو څخه ليدنه وکړه.
د دغي لیدني په ترڅ کي یاد پلاوي د فابريکو پر ښې ساتني او د قراردادونو پر غوره تطبیق ټینګار وکړ او د یادو فابریکو د مستأجرينو او کارکوونکو ستونزي او غوښتني ئې هم واورېدې. یاد پلاوي ژمنه وکړه، چي د دغو فابريکو د لا ډېر پرمختګ په موخه به د دوی اړیني غوښتني او ستونزي له اړونده چارواکو او مسئولینو سره شریکي کړي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست د کره املاکي ارقامو او احصائیې راټولولو، په هیواد کي دننه او بهر د مالیې وزارت اړوند غیر منقولو جایدادنو د ثبت او اجاره ورکولو او د اسنادو له مخي د دولت او ولس ترمنځ د املاکي شخړو د حل مسئولیت په غاړه لري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS