د ګمرکونو او عوایدو معین د کاپیسا او پروان ولایتونو د مستوفیتونو چاري و ارزولې!

org_admin
Sat, Feb 01 2025 2:04 PM
............

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کي دا ځل کاپیسا او پروان ولایتونو ته رسمي سفر وکړ او هلته ئې د یادو ولایتونو د مستوفیتونو د چارو ارزونه وکړه او کاري بهیر ئې له نږدې ولید.
نوموړي په دې لیدنه کي د یادو مستوفیتونو مسؤلینو ته په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د اړوندو چارو د ترسره کولو، پر وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د نېک چلند، په چارو کي د لازمي همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو او یو شمېر نورو برخو کي لازمي سپارښتني وکړې.
د یادولو ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معین بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي؛ څو د یاد معینیت د اړوندو ادارو له چارو څخه د لیدني ترڅنګ د هیوادوالو ستونزي هم له نږدې واوري او پر ټاکلي وخت رسېدنه ورته وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS