د مالیې وزارت سرپرست د پانګونې تضمین څو اړخیزه ادارې او نړیوال مالي سازمان له استازو سره د خصوصي سکټور په برخه کې د ودې او پانګونې په تړاو بحث وکړ

Anonymous (not verified)
Sun, Apr 14 2019 9:17 AM
Miga

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق ۲۰۱۹ کال پسرلنۍ ناستو کې د ګډون په مهال د څنډو ناستو په دوام د وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د پانګونې تضمین څو اړخیزه ادارې (MIGA) او نړیوال مالي سازمان (IFC) له استازو سره جلا جلا ولیدل.

په دې جلاجلا لیدنو کې د مالیې وزارت سرپرست له هغوی سره په افغانستان کې د خصوصي سکټور په وده، د کرنې، مسکن او انرژۍ په سکټور کې د خصوصي سکټور د پانګونې په جلب، د پانګونې لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کېدو، په دې برخو کې د یادو بنسټونو په تخنیکي همکاریو او نورو وړ اړوندو مسائلو په تړاو بحث او خبرې وکړې.

 

د مالیې وزارت سرپرست په دې ناستو کې د یادو بنسټونو له مسؤلینو سره د اقتصادي ځان بسیاینې ستراتېژي شریکه کړه او په دې برخه کې یې د همکاریو غوښتنه وکړه.

 د یادونې وړده، چې د پانګونې تضمین څو اړخیزه اداره او نړیوال مالي سازمان د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق د ګروپ یوه برخه ده، چې موخه یې د سترو پانګونو لپاره د فرصت رامنځته کول، د خصوصي پانګې، پایداره او ځواب ویوونکي خصوصي سکټور د ودې لپاره د نړیوالې پراختیا سازمان (IDA) د غړو هیوادونو مرستې بسیج کول دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS