د ابو نصر فراهي په ګمرک کي د څه باندي (۷۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړېدو پروژه پرانيستل سوه!

org_admin
Tue, Mar 11 2025 12:12 PM
............


د کب ۲۱مه ۱۴۰۳هـ.ل

د ګمرکونو لوی ریاست تېره ورځ د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کي د (۷۱،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړولو پروژې پرانیستنه وکړه.
په دې پرانیستغونډه کي د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رئیس مسلم خاکسار، د ابو نصرفراهي ګمرک رئیس مولوي خلیل الرحمن مصطفی او د یادي پروژې تخنیکي کارکوونکو ګډون کړی وو.
د یادي پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او چاري به ئې تر راتلونکو (۱۰) میاشتو پوري د یوه افغاني شرکت له لوري بشپړي سي.
د یادولو ده، چي هر یو هنګر به په یوه وخت کي د (۵۰۰۰) میټریک ټنه توکو د ځایېدو ظرفیت ولري، چي په جوړېدو سره به ئې سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کي ګڼي اسانتیاوي رامنځته سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS