د اړینو لګښتونو او معاشونو د اجراء په موخه د مالیې وزارت کارکوونکي د جمعې په ورځ دندو ته حاضر سول!

org_admin
Sat, Mar 22 2025 10:40 AM
..............


د حمل/ ۱ / ۱۴۰۴ هـ.ل


د مالیې وزارت له لوري د امارتي ادارو د (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال د وروستیو اړینو لګښتونو او د کارکوونکو د معاشونو د اجراء په موخه، د مرکزي او ولایتي تادیاتي څانګو کارکوونکي د نوي (۱۴۰۴) مالي کال د حمل میاشتي په لومړۍ نېټه (جمعې په ورځ) خپلو دندو ته رابلل سوي دي.
په دې توګه امارتي ادارې کولای سي، چي د خپلو اړینو لګښتونو او د معاشونو حوالې د مالیې وزارت تادیاتي څانګو (په مرکز کي د تادیاتو ریاست او په ولایتونو کي مستوفیتونو) ته د اجراء په موخه تسلیم کړي.
همدا راز د ګڼي ګوڼي او وخت د ضایعه کېدو څخه د مخنیوي په موخه د ادارو له درنو مسؤلینو څخه په ډېر درنښت غوښتنه کېږي، چي مالیې وزارت ته د خپلو سپارل سويو حوالو معلومات په اړوندو ادارو کي د سیسټم له لاري وڅاري.
د مالیې وزارت ډاډ ورکوي، چي د ټولو امارتي ادارو د اړینو لګښتونو او معاشونو سپارل سوي حوالې له کوم ځنډ پرته پر ټاکلي وخت د اجراء په حال کي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS