د ګمرکونو او عوایدو معین نیمروز او فراه ولایتونو ته سفر وکړ!

org_admin
Sat, Apr 12 2025 12:30 PM
...............


د وري ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کي دا ځل نیمروز او فراه ولایتونو ته سفر وکړ او هلته ئې د یادو ولایتونو د مستوفیت او ګمرک څخه پر لیدني سربېره د فراه ولایت له والي او په دغه ولایت کي د نفتي موادو د کیفیت او څارني ریاست له مسئولینو سره هم ولیدل.
ښاغلي سعید همداراز د نیمروز ولایت له کمیسارۍ څخه هم لیدنه وکړه او د یادو ولایتي برخو مسئولینو ته ئې په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د اړوندو چارو د ترسره کولو، پر وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د نېک چلند، په چارو کي د اړیني همغږۍ رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو لازمي سپارښتني وکړې.
ښاغلي سعید د ولایتي مسئولینو ستونزي هم واورېدې او ورته د اصولي رسېدني ډاډ ئې ورکړ.
د یادولو ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معین بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي؛ ترڅو د یاد معینیت د اړوندو ادارو له چارو څخه د لیدني تر څنګ د هيوادوالو ستونزي هم له نږدې واوري او پر ټاکلي وخت رسېدنه ورته وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS