د مالیې وزارت سرپرست د پرانیستي حکومتولۍ لپاره د مشارکت نړیوال سازمان له رئیس سره وکتل

Anonymous (not verified)
Sun, Apr 14 2019 9:49 AM
OGP

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د امریکا متحده ایالتونو واشنګټن ډي سي ته په رسمي سفر، د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق ۲۰۱۹ کال پسرلنۍ ناستو کې ګډون وکړ او د وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه یې د څنډو په ناسته کې د پرانیستي حکومتولۍ لپاره د مشارکت نړیوال سازمان (OGP) له رئیس ښاغلي سنجي پارډن، سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان مالي اصلاحاتو په پرمختګونو په ځانګړي توګه د ملي عوایدو په راټولېدو، د ښې حکومتولۍ په برخه کې د نورو هیوادونو له تجربو څخه په ګټه اخیستنه، د ښې حکومتولۍ په بهیر کې د خلکو په ګډون او یو شمېر نورو اړوندو مسائلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

افغانستان په ۱۳۹۵ کال کې د ښې حکومتولۍ لپاره د مشارکت نړیوالې مؤسسې غړیتوب ترلاسه کړ، د یاد سازمان غړي هیوادونه کولی شي، د دې سازمان ارزښتونو ته د رسېدو لپاره له تجربو، دوه اړخیزه تخنیکي او تخصصي همکاریو او ملاتړ څخه برخمن شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS