د سپین بولدک په ګمرک کي د راستنېدونکو کډوالو له پاره ځانګړي لاره پرانیستل سوي ده!

org_admin
Tue, Apr 15 2025 3:33 PM
............

 

د وري ۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د هدایت پربنسټ د کندهار ګمرک رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د کندهار ولایت سپین بولدک ګمرک ته سفر وکړ او هلته ئې د راستنېدونکو کډوالو د راستنېدني بهیر له نږدې څارلی.
د سپین بولدک په ګمرک کي له پاکستان څخه د جبري را ایستل سویو هیوادولو له پاره ګڼي اسانتیاوي برابري سوې دي. پخوا به راستنېدونکي کډوال مکلف وو، چي د راتګ پر مهال ګمرکي پارچه واخلي، چي د پارچې اخیستل د دوی د سر ګردانۍ سبب ګرځېدل. اوس مهال د مسئولینو په هدایت د یادي پارچې اخیستل لغوه سوي او تر څنګ ئې د راستنېدونکو کډوالو له پاره په دغه ګمرک کي ځانګړي لاره پرانیستل سوي ده؛ څو کډوالو ته د هوسا راستنېدني زمینه برابره سي.
د یادولو وړ ده، چي وړمه ورځ د ګمرکونو لوی رئیس هم تورخم ګمرک ته سفر وکړ او هلته ئې د راستنېدونکو کډوالو د راستنېدني بهیر له نږدې وڅارل او د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه ئې اړوندو مسئولینو ته لازمي سپارښتني وکړې.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS