د پلټني سپارښتنو د پلي کېدو د تعقیب په موخه له یو شمېر ادارو څخه لیدنه وسوه!

org_admin
Tue, May 13 2025 11:11 AM
..........


د غویي ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د پلټني سپارښتنو د پلي کېدو د تعقیب په موخه د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوو د کابل ښار اړوند دوهمي، پنځمي، اتمي، نهمي، دوولسمي، څوارلسمي، پنځلسمي او اولسمي مالیاتي حوزو او د دې ولایت اړوند د قره باغ، کلکان، میربچه کوټ او شکردرې ولسوالیو د عوایدو مدیریتونو څخه لیدنه وکړه.
په دغه تعقیبي سفر کي د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوو د یادو ادارو له مسئولینو سره ناستي وکړې او د (۱۴۰۳هـ.ل) کال د پلټنو په ترڅ کي د ورکړل سويو اصلاحي سپارښتنو د پلي کېدو ارزونه ئې وکړه. د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوو د یادو ادارو له مسئولینو څخه وغوښتل، چي د پلټني د مؤثریت او چارو د سمون په موخه د پلټني سپارښتني په ټاکلې موده کي پلي او راپور ئې د کورنۍ پلټني لوی ریاست سره شریک کړي.
د یادولو ده، چي د کورنۍ پلټني لوی ریاست ژمن دئ؛ ترڅو د پلټونکو له لوري د پلټني چارو د اغېزمنتیا په موخه اړوندو ادارو ته د ورکړل سویو سپارښتنو پلي کېدل په منظمه او دوامداره توګه تعقیب او راپور ئې د وزارت له مقام سره شریک کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS