په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Tue, Jul 01 2025 3:44 PM
...........


د چنګاښ۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي.
په نیول سویو توکو کي (۲۸۹۸۷) کیلو ګرامه انساني او زراعتي درمل، (۳۹۹۲) کیلو ګرامه مالګه، (۱۵۰۰) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۷۵۰۰) کیلو ګرامه اوړه، (۱۰۴۰) کیلو ګرامه د البسو له پاره ځنځیرونه، (۶۰۰) کیلو ګرامه چاکلېټ او (۱۹۰) کیلو ګرامه د مخ کریم شامل دئ.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 2:09 PM
Background image

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry!

 

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry

 

The third meeting of the ‘Tariff Committee’ for. . .

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

BACK TO NEWS