د چارو د لا همغږۍ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته وسوه!

org_admin
Tue, Jul 22 2025 4:05 PM
............


د چنګاښ ۳۱مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ او د اړوندو رئیسانو په ګډون د رهبرۍ ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دغه ناسته کي د وزارت مرکزي او ولایتي برخو د معتمدینو د تضمین او معاش، د اړیکو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ته د پروژو د نیازمندۍ وړاندي کولو او مشخصاتو د غوښتني، له تخنیکي ریاستونو پرته نورو ریاستونو ته د سافټوېر ډیويلپر د ورکړي پر څرنګوالي، د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني په موخه د آی ټي تخنیکی کورسونو د جوړولو، په وزارت کي دننه د امتحاناتو د کمېټې پر جوړولو او په پاکستان هیواد کي د امارتي املاکو لوی ریاست اړوند د افغان بلډينګ ودانۍ په تړاو هر اړخیز بحث او یو شمېر اړیني پرېکړي وسوې.
هېره دي نه وي، چي د مالیې وزارت اداري معینیت د رهبرۍ ناستي د چارو د لا مثبت اغېز او بدلون په موخه ترسره کېږي، چي دغه لړۍ به په راتلونکي کي هم دوام ومومي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS