د باغ بالا په سیمه کي د تفریحي پارک جوړولو تړون لاسلیک سو!

org_admin
Tue, Jul 22 2025 4:09 PM
............


د چنګاښ ۳۱مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت او حبیب الله ځاځي شرکت ترمنخ د باغ بالا په سیمه کي د تفریحي پارک د جوړولو تړون لاسلیک سو.
په همدې تړاو جوړه سوې ناسته کي د مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د چارو ادارې لوی ریاست د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف او د حبیب الله ځاځي شرکت رئیس ګډون درلود.
د مالیې وزارت اړوند د کابل په ښار څلورمه ناحیه کي د باغ بالا تفریحي پارک د سیمي تړون، چي قرار داد ئې د عامه او خصوصي مشارکت له لاري د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د (۴۰۶) ګڼي او (۲۰/۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ مخکي منظور سوی وو؛ لاسلیک سو.
 دغه تفریحي پارک، چي مساحت ئې (۱۶۰) جریبه دئ، تړون ئې د (۳۶۶،۸۹۲،۸۹۰) میلیونه افغانیو په پانګوني سره د (۲۰) کلونو له پاره منظور سوی، چي (۲) کاله به ئې د ودانیزو چارو موده او (۱۸) کاله به ئې د ګټي اخیستني موده وي. د شرکت د ګټي اخیستني په موده کي ئې له ناخالصو عوایدو څخه د امارت ونډه (۳۱) سلنه او د شرکت ونډه (۶۹) سلنه ټاکل سوې ده.
د یادوني ده، چي د دغه تفریحي پارک په جوړولو سره به د کابل ښار په سمسورتیا سربېره، یو شمېر هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره او د ملي عوایدو په کچه کي به زیاتوالی راسي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS