د ګمرکونو لوی ریاست اتمه اداري ناسته وسوه!

org_admin
Mon, Sep 08 2025 10:31 AM
...............


د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ، د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۴) کال اتمه اداري ناسته په دغه ریاست کي وسوه. 
د ناستي ګډونوال؛ د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالان، رئیسان او یو شمېر آمرین ول، چي د ګمرکي عوایدو په لا زیاتولو، د هیواد په ګمرکونو کي د درملو د ساتني له پاره د مناسبو ځایونو په جوړولو، د صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کي پر شته ستونزو او حل لارو، د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو په حلولو، د یاد ریاست د مرکزي او ولایتي ادارو د ورځنیو چارو په لا ښه کولو، د هیواد په ګمرکونو کي د سوداګریزو توکو د طی مراحلو په چټکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو ئې بحث او لازمي پرېکړي وکړې.
همداشان په دې ناسته کي د چنګاښ او زمري په میاشتو کي د خطر د کمېټو راپور هم د ناستي ګډونوالو ته ور واورول سو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS