د میرویس میدان - د ابوذر غفاري سوداګریز او استوګنیز مارکېټ جوړولو د داوطلبۍ ناسته وسوه!

syllab_admin
Tue, Oct 28 2025 10:08 AM
...........

تلي ۲۹مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست د کابل ښار په (۵) ناحیه میرویس میدان کي د ابوذر غفاري سوداګریز او استوګنیز مارکېټ جوړولو د داوطلبۍ ناسته د دغه وزارت په خیبرهال کي د څو داوطلبو شرکتونو په ګډون سره وسوه.
په دې ناسته کي، هغو شرکتونو، چي د هیواد په پرمختګ او اقتصادي وده کي د پانګوني غوښتونکي ول، ګډون وکړ او پیشنهادي طرحي ئې وړاندي کړې.
دا مارکېټ به له پلان سره سم د درېيو ځمکتلونو په لرلو سره کم ترکمه په (۲۳) پوړونو کي جوړ سي. د دې ملکیت ټول پراخوالی (۸۱۸۴) متره مربع دئ، چي (۷۰) سلنه د ذکر سوي مارکېټ د جوړولو له پاره او (۳۰) سلنه د شنې سیمي له پاره ځانګړي سوې ده. د دې پروژې په پلي کولو سره به نه یوازي پرمختک رامنځته سي، بلکي ډېرو هیوادوالو ته به د کار فرصتونه هم برابر سي.
د یادوني وړ ده، چي وړاندیز سوي طرحي، د تحلیل او ارزوني کمېټې له خوا له ارزوني وروسته، د وروستۍ پرېکړي او د ګټونکي شرکت د اعلان په موخه د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته وړاندي کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS