د افغانستان او اروپایي ټولنې دویمه ګډه کمېټه د دوه اړخیزه اړیکو پراخېدو ښکارندویي کوي

Anonymous (not verified)
Tue, May 14 2019 2:52 PM
ګډه کمېټه

۱. د مشارکت او پراختیا (CPAD) لپاره د افغانستان او اروپایي ټولنې د همکارۍ هوکړه لیک دویمه ګډه کمېټه د غویي میاشتې په ۲۴ مه نېټه په کابل کې تر سره شوه. دغه کمېټه د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د مشارکت او پراختیا د همکاریو هوکړه لیک چې په ۲۰۱۷ کال کې لاسلیک شوی وو د پلي کولو څارنه کوي، څو د دوه اړخیزه اړیکو ټینګښت لپاره د دواړو لوریو ژمنې د جامع مشارکت له لارې څرګندې شي.   

لومړۍ کمېټه د ۲۰۱۸ کال فبرورۍ په میاشت کې په بروکسل کې جوړه شوه.

۲. کمېټه د افغانستان او اروپایي ټولنې د کاري ډلې پرمټ تېره اوونۍ پیل شوې وه. د پراختیا په اساس ځانګړی کاري ګروپ، د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په اساس کاري ګروپ، د بشر حقونو، ښې حکومتولۍ او ګډوالو په اساس کاري ګروپونه.

  ۳. ګډې کمېټې د افغانستان او اروپایي ټولنې کورني بدلونونه او په دې سربېره یې سیمه ایزه او نړیواله پراختیا وڅېړله. افغانستان او دې ټولنې په ځانګړي ډول د پراختیایي همکاریو، سوداګرۍ، پانګونې، ښې حکومتولۍ، بشرحقونو، بشردوستانه مسائلو او کډوالۍ په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې.

 دا راز دواړو لوریو د ټاکنو پروسې او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو  بحث وکړ، چې په افغانستان کې د دموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره اړینې دي.

۴.ګډې کمېټې د افغانستان د سولې لپاره له اوسنۍ پروسې هرکلی وکړ او د افغانستان د خلکو پیاوړې ارادې لپاره یې د سولې په حل او فصل باندي ټینګار وکړ.  نه یوازي دا چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، بلکه د تېرو ۱۸ کلونو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې لاسته راوړنې، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او اقلیت حقونه خوندي پاتي شي.

۵.کمېټې د افغانستان او اروپایي ټولنې د اسیا او اروپا اتصال له سټراتېژۍ سره په همغږۍ د اوږدمهاله همکاریو په موخه د ریښتینو ګامونو پورته کولو په تړاو بحث وکړ.

۶. د افغانستان پلاوي مشري د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، او د اروپایي ټولنې له لوري د اسیا پاسفیک لپاره د اروپایي ټولنې رئیس ښاغلي ګونارویګند، په غاړه درلوده.

۷. تمه ده چې د ګډې کمېټې را روانه ناسته په ۲۰۲۰ کال په بروکسل کې تر سره شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS