د ماليې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند ژوند لیک!

د مالیې وزارت برحال وزیر ملا محمد ناصر اخوند (حفظه الله) د بهادر خان زوی او د لعل محمد لمسی په (۱۳۵۳ هــ.ل) کال د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ (فیضو) کلا په يوه ديندوسته او جهاد دوسته کورنۍ کي زېږېدلی دئ.

تحصیلات:

ملا محمد ناصر اخوند خپلي دیني زده کړي د خپل کلي (فیضو کلا) د مسجد له حجرې څخه راپيل کړي او د غزني ولایت په بېلا بېلو مدرسو کي ئې خپلو لومړنیو زده کړو ته دوام ورکړی، تر هغه وروسته د نورو زده کړو د دوام له پاره ګاونډي هیواد ته لاړ او د بلوچستان ایالت په بېلابېلو مدرسو کي ئې د درېیو کالو له پاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او بیا ئې د پېښور په مختلفو مدرسو کي خپلي زده کړي وکړې .

څه موده وروسته د اسلامي امارت تحریک پاڅون پیلېږي او حاجي ملا صاحب د خپل دیني او ملي مسئولیت د ترسره کولو له پاره د تحریک له لیکو سره یوځای کېږي، چي وظیفوي چاري د دې سبب ګرځي، چي د درسونو لړۍ ئې را محدوده سي.

ژبي:

ښاغلی  ملا محمد ناصر اخوند په خپلو ملي ژبو رواني خبري کوي او په عربي ژبه مطالعه کولای سي.

 

 

دندې:

  • د کابل تر نیولو وروسته د رئیس الوزراء ملا محمد رباني اخوند په هدایت د کابل ولایت د شپږمي امنیتي حوزې د مسئول په حیث ټاکل کېږي.
  • د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد په امر د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د (۷) سرحدي لېوا د مسئول په حیث؛
  • د امریکایانو تر یرغل وروسته د غزني ولایت د مسئول په حیث او ورسره  د غربي حوزې نظامي کمېسیون د مسئول په توګه.
  • لس کاله د ختیځ زون نظامي کمېسیون د معاون په حیث؛
  • دوه کاله د پکتیا د والي په توګه.
  • دوه کاله د پکتیکا د والي په توګه.
  • یو کال د ننګرهار د والي په توګه
  • د اقتصادي او مالي چارو کمېسیون د مرستیال په توګه؛
  • د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو سره سم حاجي ملا صاحب د امیر المؤمنین (حفظه الله) د حکم پر اساس د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین په توګه وګومارل سو. هغه وکولای سول، چي د عوایدو او ګمرکونو معینیت په ښه توګه اداره کړي، ټول سیسټمونه فعال وساتي او وړ کسان په دندو وګوماري.

او بالاخره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر بنسټ د (۱۴۴۴هـ.ق) کال ذوالقعدې په میاشت کي د مالیې وزارت د سرپرست وزیر په توګه وګومارل سو.

ژوند او عادات

ملا محمد ناصر اخوند شریعت د خپلو کارونو معیار ټاکلی، هره فیصله او موضوع چي ورته مخته راځي د هغه پرېکړه د شریعت په رڼا کي کوي، له خلکو سره ناسته پاسته ئې د تقوی، پرهېزګارۍ، اخلاقو، رښتینولۍ، صداقت، ساده توب او د اسلامي ورورولۍ پر بنسټ ده. 

 ملا محمد ناصر اخوند د خورا لوی عزم څښتن دئ، په هرکار کي پرېکنده عمل کوي، د قومي، منطقوي، ژبني او سيمه ييز تعصب څخه پاک دئ، دوستي او دښمني ئې پر شخصي تعصب نه؛ بلکي د خدای جل جلاله د دین او شریعت پر بنیاد ده.

جهادي کارنامې

  • د جهاد په لیکو کي ثبات او استقامت او د اشغال تر پای ته رسېدو او د اسلامي نظام تر تأسیس پوري د مبارزې دوام.
  • د اشغالګرو اسیرول او هغوی اړ ایستل ترڅو له اسلامي امارت سره تعامل وکړي او د بندیانو تبادله ومني.
  • په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کي د اقتصادي کمېسیون مشري کول او د جهادي عملیاتو د پرمخ بیولو له پاره د عوایدو راټولول.

آثار

۱ـ سل تحفې؛ دیني معلومات، لومړی ټوک (چاپ)؛

۲ـ سل تحفې اسماء الحسنی ځانګړني) دوهم ټوک (چاپ)؛

۳ـ سل تحفې (دیني معلومات) درېیم ټوک (چاپ)؛