د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کي د څلور بابه هنګرونو د جوړولو چاري (۷۰) سلنه بشپړي سوي دي

syllab_admin
Sun, Nov 23 2025 11:15 AM
...............

د لېندۍ ۲مه، ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کي د (۷۱.۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړولو چاري دوام لري، چي تر دې دمه ئې (۷۰) سلنه رغونه بشپړه سوې ده.
یاد هر یو هنګر به په یوه وخت کي د (۵۰۰۰) میټریک ټنه توکو د ځایولو ظرفیت ولري، چي په جوړېدو سره به ئې د توکو د خوندي ساتلو په برخه کي سوداګرو ته ګڼي اسانتیاوي برابري سي.
د یادوني وړ ده، چي د یادو هنګرونو د جوړولو پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ور کول کېږي او چارې ئې د یوه افغاني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS