د سیمه ایز اقتصاد د همکاریو اتصال او پراختیا عالي شورای تخنیکي ناسته وشوه

admin_mof
Wed, May 29 2019 12:33 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د ټرانسپورټ، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو د مسؤلینو په ګډون د سیمه ایز اقتصاد د همکاریو اتصال او پراختیا عالي شورای تخنیکي ناسته د مالیې وزارت په خیبر هال کې وشوه.

په دې ناسته کې په سیمه ایز اتصال، د ترانسپورتي زېربناوو په پراختیا، په ترانزیټي او سوداګریزو اسانتیاوو، د لاجوردو لارې او چابهار بندر په ستونزو او خنډونو، د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د درې اړخیزه ټرانزیټ په هوکړه لیک، له پاکستان سره د ټرانزیټي ستونزو په پېژندو او د تیر له کنوانسیون څخه په ګټه اخیستنه د حل لارو په وړاندي کولو، د نوري فایبر په سیمه ایزه نښلونه، د نوري فایبر د پراختیا په پلانونو او د خبرو او انټرنیټ قیمتونو په کمولو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د شورای ناستې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده وسپارله، څو له ملي سوداګرو سره ناسته وکړي او په اوږدو کې یې له بېلابېلو هیوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا امکانات وڅېړي او راتلونکې ناستې ته یې پایلې وړاندي کړي. همدا راز د ټرانسپورټ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې له ټرانسپورټي شرکتونو سره د ورکشاپونو له لارې د ټرانزیټي محمولو لېږدولو په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

خبر

د یادونې وړ ده، چې د سیمه ایز اقتصاد د همکاریو اتصال او پراختیا عالي شورای غړي د بهرنیو چارو، ټولګټو، اقتصاد، ټرانسپورټ او هوایي چلند، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او مالیې وزیران او د ملکي هوایي چلند او اوسپنې کرښې ملي ادارې مسؤلین دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS