د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د بریتانیا شاهي هیواد له نوې سفیرې سره د پیژندنې ناسته وکړه

Anonymous (not verified)
Sun, Jun 02 2019 3:50 PM
سفیر بریتانیا

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پرفیسور محمد همایون قیومي، نن د غبرګولي میاشتې په ۱۲ مه نېټه د افغانستان لپاره د بریتانیا شاهي هیواد له نوې ټاکل شوې سفیرې اغلی الیسن ماری بلیک سره د پیژندنې ناسته وکړه.

په دې لیدنه کې د مالیې وزارت سرپرست نومړې ته د ښه راغلاست او مبارکۍ تر څنګ له افغانستان سره د بریتانیا هیواد له مرستو څخه مننه وکړه.

همداشان دواړو لوریو د افغانستان او بریتانیا تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ اړیکو په زیاتوالي، د عوایدو او ګمرکونو په برخو کې د روڼتیا او اصلاحاتو په راوستلو او د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه د بریتانیا د لویو شرکتونو د پانګونې په جلبولو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست د اقتصادي ځان بسیاینې پالیسي او د مالي پانګونې بسته یې نومړې ته ورکړه او په بیلابیلو سکټورونو کې چې د دوی د خوښې وړ وي، د پانګونې غوښتونکی شو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS