د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ درېیمه ناسته وسوه

syllab_admin
Thu, Jan 08 2026 3:06 PM
..............

د مرغومي ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ.ق کال کي د اداري معینیت د رهبرۍ درېیمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دې ناسته کي د امارتي املاکو عمومي ریاست له پاره د پرمختللو امنیتي کېمرو پر نصبولو، د اړوندو ریاستونو د میاشتني کاري راپور پر شریکولو، د اجناسو د ثبتولو سیسټمونو د پراختیا او څارني، د بهرنیو شرکتونو د بانکي امانتونو، د معتمدینو د ګومارني له پاره د شرایطو پر رامنځته کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو هر اړخیز بحث او اړیني پرېکړي وسوې.
همداراز اړوندو ریاستونو شته ستونزي او وړاندیزونه هم شریک کړل، چي د رهبرۍ له لوري ورته د پر وخت رسېدو ډاډ ورکړل سو.
د یادوني ده، چي د مالیې وزارت اداري معینیت د رهبرۍ ناستي د چارو د اغېزمنتوب او بدلون په موخه ترسره کېږي، چي دغه لړۍ به په راتلونکي کي هم دوام ومومي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS