د افغانستان د ګمرکونو او د جورجیا د عوایدو او ګمرکونو ادارې ترمنځ تخنیکي مشورتي ناسته وشوه

Anonymous (not verified)
Mon, Jun 17 2019 3:11 PM
ګمرک

د افغانستان د ګمرکونو پلاوي، د جورجیا هیواد د عوایدو او ګمرکونو ادارې، د ګمرکونو نړیوال سازمان (WCO) او د امریکا متحده ایالاتونو سازمان (CLDP) د مسؤلینو په ګډون نن د غبرګولې میاشتې په ۲۷ مه نېټه  د افغانستان د ګمرکونو او د جورجیا هیواد د عوایدو او ګمرکونو ادارې ترمنځ تخنیکي مشورتي ناسته د ګرجستان په پلازمېنه تبیلیسي ښار کې وشوه.

په دې ناسته کې د افغانستان له لوري له تشریفاتي وینا وروسته، د ګمرکونو په برخه کې د افغانستان په لاسته راوړنو، د دوو راتلونکو کلونو لپاره د هیواد د ګمرکونو په پلان، د ګمرکونو په ستراتېژیک پلان، له فساد سره په مبارزه او د ښې روڼتیا په تامینولو، له برېښنایي سیستم څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د سوداګرۍ اسانتیاوو او د هیواد د ګمرکي سرحدونو په جوړونه، د ګمرکونو په برخه کې د جورجیا هیواد په تخنیکي مرستو او نورو اړوندو مسایلو په تړاو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

ورپسې د جورجیا د عوایدو او ګمرکونو مسؤلینو د افغانستان له لوري د ذکر شویو مواردو په برخه کې د تجربو په اړه معلومات وړاندي کړل او له افغانستان سره یې د تخنیکي همکاریو او تجربو شریکولو ته چمتووالی وښود. همدا راز د ګمرکونو نړیوال سازمان د افغانستان ګمرکونو ته د دې بنسټ له لوري د تخنیکي او تعلیمي همکاریو په برخه کې ډاډ ورکړ.

د یادونې وړده، چې یاده ناسته به د ګورجستان هیواد په پلازمېنه تبیلیسي ښار کې تر څلورو ورځو دوام ولري او د دې ناستې په پای کې به د افغانستان او ګرجستان تر منځ د تخنیکي همکاریو دوه اړخیزه هوکړه لیک هم لاسلیک شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS