د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

syllab_admin
Wed, Mar 11 2026 1:09 PM
............

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د کچې ارزونه او د دوی د پوهاوی کچې لوړولو په موخه دینی او عقیدتی آزموینه ترسره کړه. 
دا ازموینه د مالیې وزارت په جومات کې د دعوت او ارشاد چارو د همغږۍ لوي ریاست له نصاب څخه واخیستل شوه، چې ټولو کارکونکو په پنځو درسی ګروپونو کې د عبدالله ابن عباس (رض)، عبدالله ابن عمر (رض)، عبدالله ابن مسعود (رض)، عبدالله ابن زبیر (رض) او معاویه (رض) کې برخه اخیستي وه.    
په دې ازموینه کې د معلوماتو برخه شامله وه ، او د ګډونوالو د ښه پوهاوي په موخه، پوښتنې هم په دوو ژبو (پښتو او دري) کې تنظیم سوې وې.
د یادونې وړ ده چې د شنبې په ورځ، د روان کال د کب په ۱۶ مه د ګمرکونو او د مالیې وزارت د مستوفیینو له کارکونکو څخه، د یکشنبې په ورځ، د کب په ۱۷مه ، د عوایدو لوي ریاست له کارکونکو څخه ازموینه ترسره سوه، او سبا، د پنجشنبې په ورځ، د کب په ۲۱مه، د مالیې وزارت د خدماتی کارکونکو (اجیرانو) ازموینه اخیستل کیږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS