د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

syllab_admin
Tue, Mar 17 2026 12:38 PM
...........

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي ګروپ د استازو له لوري نوي همکاران مالیې وزارت ته ور معرفي سول او د ګډو همکاریو د پراختیا پر فرصتونو او د یاد ګروپ د پانګوني د تضمین په اړه هر اړخیز بحثونه وسول، چي د یو شمېر موضوعاتو د تخنیکي ارزوني او تعقیب په موخه د دواړو لوريو له خوا ځانګړي تخنیکي کسان وګومارل سول.
سربېره پر دې، د عزیزي ګروپ استازو د خپلو کاري فعالیتونو د بهیر پر مهال د احتمالي ستونزو په صورت کي له مالیې وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه، چي د مالیې وزیر ورته د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار ئې وکړ، چي دغه وزارت به د نافذه اصولو په رڼا کي د پانګوني د ملاتړ او اسانتیا له پاره لازم اقدامات ترسره کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS