د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

syllab_admin
Thu, Apr 23 2026 10:05 AM
..........

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د دواړو ولایتونو له مستوفیانو او مرستیال والیانو سره په جلا توګه ولیدل، چي د امارتي جایدادونو د ثبت او خوندیتوب، ساتني او مدیریت بهیر، د غیرقانوني تصرفاتو او غصب د مخنیوي، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او نورو ورته موضوعاتو په تړاو ئې بحثونه وکړل.
همداشان دغه پلاوي په ننګرهار ولایت کي د عدلیې او مرافعې ریاستونو له رئیسانو سره هم ولیدل او په محاکمو کي د جایدادونو اړوند قضیو د بهیر، شته ستونزو او د چټکو حل لارو په اړه ئې هر اړخیز بحثونه وکړل.
په پای کي د امارتي املاکو لوی رئیس له لوري د وضعیت د لا ښه والي له پاره مشخص وړاندیزونه او سپارښتني وسوې؛ څو په راتلونکي کي د امارتي جایدادونو د خونديتوب او اغېزمن مدیریت له پاره عملي او دوامداره ګامونه پورته سي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS